دا پښتانه ټول د يو بله قربان ولې نه دي؟
دوي چې يو ځان دي په معني کښې يو ځان ولې نه دي؟
د دوي وږمو د دوي رنګونو دې تاريخ ساز کړې
بيا دوي ګلونه د يو باغ او بوستان ولې نه دي
دوي چې هر ځائې وو د ګلونو بلبلان،بوراګان
اوس دې لمبو او دې انګار کښې حېران ولې نه دي
د دوي خو زړونه وو چينې د محبته ډکې
د دوي رودونه لور په لوري روان ولې نه دي
څنګ چې قامونه د دنيا دي د اسمان د سيالۍ
دغسې دا پښتانه ښاد او روښان ولې نه دي
خدايه که تنده مې د زړه د دې سوال ماته شولې
چې دا ننګيال خلق په امن و امان ولې نه دي
دا پښتانه خپلو کښې هېڅ بې هېڅه مشت و ګريوان
په پيژنده د خپل دشمن هوښياران ولې نه دي
خدايه که پوهه په هغې خلقو د پوهې راکړې
چه د اظهار د خپل ضمير د بيان ولې نه دي
دا د تاريخ په ډګر هر ځائې ټنګيدلي ننګيال
دا پښتانه د پښتو کار ته سندان ولې نه دي
هغه چې مونږ نه يې چار چاپېره دې راکښلې کرښې
هغوي په خپله ذمه وار د خپل ځان ولې نه دي
زه به منکر څنګه د مينې د اسمانه شمه
زړه کښې مې ستا د يادو ستوري روښان ولې نه دي
که يې نظر ورله سېزه خو دا يې سوال وو زړه کښې
دا دشتې څه چل دې د ګل د امکان ولې نه دي