غزل

2020-09-21

په سر سايه د يار د خيال واخله
اې زما زړه د مينې حال واخله

راشه راوځه د خپل ذات د کوره
د دې زواله څه کمال واخله

زما د دور د خوبانو مينه
بس لکه سيورې د ديوال واخله

ډيرې نازکې دي د زړونو ماڼۍ
دلته کښې هر قدم په پال واخله

د هجر لارې له توښه کړه اوښکې
د ځان سره خپل پشکال واخله

دلبره ژوند داسې آباد غواړمه
لکه ستانه ستا د جمال واخله

لويه مېره دې د بيلتون په سر ده
ساه په جنګۍ کښې د وصال واخله