سترګو کښې اوخانده لږ ځان خوږ که
ځه چې ځې خېر دې خو داستان خوږ که
ګورې چې ګور ته پور د ژوند يونه سې
لکه سلګۍ د ګل اسمان خوږ که
مينه ده څه هنر خو بويه کنه
زړه په بادونو د هجران خوږ که
سپرليه ستا به اخر څه ياد ساتو
دا ټول وطن د يار په شان خوږ که
ته هم جذبه لرې هم زړه هم نظر
ته هم احساس د خپل تاوان خوږ که
لکه منصور،لکه فرهاد،لکه قېس
په دړد د مينې خپل ارمان خوږ که
ډېرو خوږې کړې په ګلونو سترګې
څوک شته چې رنګ د ګلستان خوږ که
د مسافر جانان د څنګ خوشبويۍ
راشه زما د زړه مکان خوږ که