غزل

2020-09-21

زه چې د حسن د منزل په سفر تلې يمه
د خپلې مينې د يقين په وزر تلې يمه

هر څه مې ياد وو چې درتلم خو دا مې نه ياديده
چې په دې لار خو زه سحر مرور تلې يمه

زه مظلومانو له ورغلې په خړپوسو يمه
زه ظالمانو له د پنجو په سر تلې يمه

ديدن په خپل ځائۍ خو ستا لوظ د ګودر پسې ځم
کله په لوړ کله په کوز مازيګر تلې يمه

ګل مينې ډيرې که د امن ترانې وايمه
څوک به يې اوري چې له تا نه په شر تلې يمه

زه مسافر ووم ستا د نوم لوږې اخستې ووم
زه دې د کلي د کوڅو نه نهر تلې يمه

د کوم هېواد نه چې ستا ياد د ستا وږمه راوړې
لکه د باد ورپسې سمه په غر تلې يمه

د يار په زړه کښې څه دي دې باندې پوهېږمه زه
ځولۍ به نيسم چې د ځانه خبر تلې يمه

د ګلزارونو په لېواله ارمان تلې يمه
يوې غوټې له که يو ګل له سحر تلې يمه

نه د سپرلي نه چا د بڼ د هوا راوړه خبر
نه په دې بابله زه د ځانه بهر تلې يمه

زه ډېرو لارو چرته لار پسې وروک کړې يمه
په دغه فکر کښې به زه لر او بر تلې يمه

ما وې د نمر يوې شغلې سره هوا شوې لاړې
پرخې وې نا زه خو د ګل نه ګوهر تلې يمه

ډيره موده وشوه چې نه ښکارې اندېشه ولې ؟
زه په دارو پسې د دړد د ځيګر تلې يمه