لږ زړگی مې د غمونو نه دمه شي
چې مې مينه ستا يادونو کښې نشه شي
دمذهب د مينې څومره ښه د ستور دی
دا چې مينه دې د مينې صدقه شي
هله پوهه په خوږو د محبت شي
چې د خپل ځيگر په وينو اموخته شي
اميدونه د اسمان ستوري راکوز کړي
خو هله چې همتونه ورسره شي
خو چې ستا د اطلسي زلفو خيال راشي
دا ازغي ازغي وختونه مې جامه شي
بې له تا داندېش مينه نه ماتېږي
اشنا ملک که د ښائست يوه چپه شي