غزل

2020-09-21

دا څه حالات دي چې يې مونږه ټول تر څنګ يو سره
دشمن مو نشته او په خپلو کښې په جنګ يو سره

يو پښتانه لوئې سينې لرو لوئې زړونه لرو
مونږ په خپل لوئې هيواد کښې ولې داسې تنګ يو سره

داسې به څوک وي چې مونږ بيل کړي د يو بله سره
مونږه په ننګ د خپلې خاورې د رنګ رنګ يو سره

مونږه په بله اړولې دي د ظلم غرونه
مونږ پاڅيدلي په اواز د يو ملنګ يو سره

مونږه ډيوې ته ولاړ څڼه سترګه نه کوو د ځان
مونږ په دستور د ځان سېزلو د پتنګ يو سره

مونږ ترې د ننګ د ازادۍ په زور ګټلې وطن
پښتو به وايو غلامان نه د فېرنګ يو سره