داغ د حسرت د ورکېدو نه دی
اوس دغه گل د رېژېدو نه دی
تش دې درنگ په ادا څه وکړمه
ستا خو فطرت د پسرلو نه دی
لا د اشنا دراتلو وخت شته دی
لا انتظار مې په سلگو نه دی
زما ملگرو چې اوږه ورنه کړو
هسې دا ژوند د تېريدو نه دی
د محبت جهان لا نه دی اباد
دشت خو لا ډک د لېونو نه دی
خو حوصلې لږې تېرې غواړي
څنگه مزل د غوڅېدو نه دی
زړه که وعده شوله ورياده ورته
بيا خو ئې خوي د معشوقو نه دی
درست ده اشنا چې زه دې هېڅ نه لگم
خو محبت شی د رشتو نه دی