زه لېونې د احساس

2020-09-21

 زه د وريځې په شان

د سمندر لوګې يم
زه د خوشبو په شان
د ګلستان پوکې يم

زه بې دېرې بې دره
د غره د باد په شان
زه نا قلاره پتنګ
د يار د ياد په شان

لکه لمحې د مئين
په مېګتون د هجران
لکه سلګۍ کښې د مرګ
د ژوند ارمان په لړزان

زه د شبنم څاڅکي ته
د بيديا ساړ ولاړ
د يو نظر خوږو ته
زه دلته شاړ ولاړ

ګرځم کوڅه په کوڅه
زه لېونې د احساس
زړه کښې ارمان د فرات
د تندې جام په لاس

زما زړګې په درزا
د ګل سلام پسې
زما نظر لولپه
په خپل مقام پسې

زه د پتنګ په شان
شغله کښې ځان کرم
زه د سپرلي د مېنې
څومره ارمان لرم

د خپل وجود په اوږو
زه ژوندې مړې نه يم
زه د خپل وخت په سفر
د لارې ستړې نه يم

دومره په زړه او نظر
زما باور شته دې
چې مې د لور او لارې 
څه رو ګودر شته دې