چې مينه کې خليل غوندې انگار کې نه اودرېږي
هغه دې د مئېنو په قطار کې نه اودرېږي
تکل دی،شواخون دی، تل دسرو گلو ارمان
سپرلی چاته هېڅ کله هم په لار کې نه اودرېږي
رنگين کړه خپل احساس په تمنا د پسرلي
گلونه به دې څنگه انتظار کې نه اودرېږي
هېڅ کله به خطا نه کړي زما د نظر لاره
موسم دې د رنگونو په سينگار کې نه اودرېږي
طوفان د رقابت وي که تيئرې د بېلتانه
د مينې قافله په يو ناتار کې نه اوردرېږي