سرپرست حکومت وايي چې په افغانستان کې شاوخوا ۶زره صنعتي فابریکې فعالې دي چې په کې په مستقیم ډول شاوخوا ۱۳۵زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي چې دې فابریکو افغانستان په ۱۳۰ برخو کې په بشپړ او په ۱۰۰ نورو برخو کې نیمه ځان بسیاینې ته رسولی دی.
د فطرت په وینا، دا فابریکې اوړه، غوړي، سمنټ، درمل، مالګه، اوسپنه، فولاد او نور محصولات تولیدوي.
غږ ...
دا په داسې حال کې ده چې سږ کال په غويي میاشت کې د ۱۰۲ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د افغانستان محصولات او تولیدات بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په یوه خبر کې ویلي چې په دې میاشت کې تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي وو.
له بلې خوا، په غویي میاشت کې، افغانستان د یو میلیارد ۲۴۴ میلیونه امریکایي ډالرو وارد کړي وو.