دهلمندد ايمرجنسي روغتون معما


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمدحسن حقيار
  • 1093

دشنبې په ورځ ( دوري په يوويشتمه)  دهلمند ولايتي چارواكيو خبر وركړ چې ددوى په وينا داسې يوبانډيې نيولى چې ددې ولايت دوالي دوژلو دسيسه يې جوړه كړې وه . دهلمند دوالي وياند داوود احمدي رسنيو ته وويل چې دوى دهلمند دايمرجنسي (بېړني) روغتون  رئيس ماركوګرانتي  ، ددې روغتون دوه تنه نورايټالوي   اوشپږتنه  افغان كاركوونكي نيولي دي . دوى تورلګوي چې ددې روغتون رئيس   ددولت له مخالفينوڅخه  پنځه لكه ډالر ددې لپاره اخستي چې ددې  ولايت والي ګلاب منګل  ووژني .
 دوى وايي چې   ددې روغتون چې دايټاليا ديوې خيريه بنسټ  په مرسته چلېږي دپلټنې پرمهال يې  په سرتېري بريد كې كارېدونكي دوه واسكټونه ،يوميل كلاشينكوف،دوه تمانچې،لاسي بمونه اوګڼ شمېر نورپوځي توكي نيولي دي .
دوى  دعوه كوي چې ددې روغتون كاركوونكيوبه دكوچني ټپ  له كبله هم دافغان پوليسواوعسكرو لاسونه او پښې غوڅولې اوله طالبانوسره به يې  مالي مرسته هم كوله .
دهلمندچارواكي وايي چې ددې روغتون رئيس دطالبانو په لاس دوژل شوي  افغان ژباړن اجمل نقشبندي په وژنه كې هم لاس درلود.
پدې كې شك نشته چې په  افغانستان كې دالقاعده او په اصطلاح له تروريزم سره مبارزه ډېر پيچلې ده او آن  دنړۍ ډېر تكړه سياسي كتونكي هم  ددې جړې تنستې سر پيداكولى نشي.
دمتحده ايالاتو له څو تنواستراتيژستانو پرته نور هېڅوك نه پوهېږي چې دالقاعده  او تروريزه په پلمه روانه ډرامه دكومو موخو لپاره  پيل  شوې  اوترڅو به روانه وي .
 ددې دعوې ثبوت دادى چې له ترورويزم دمبارزې په نوم افغانستان ته راغلي بهرني پوځونه دلته يوه خوله او يوه قومانده ندي آن په ډېرو مواردوكې دوى ترمنځ خپلمنځۍ بدګومانۍ هم  ليدل شوې دي.
تېره مياشت داسې ګونګوسې وې  چې امريكايي چارواكي په كندوز كې دالماني پوځونو پر فعاليتونونو شكمن دي ، غواړي هغوى خلع قدرت او هلته خپل   پوځونه ځاى پر ځاى كړي .
تېركال افغان ولسمشر حامدكرزي خبروركړ چې داڅلور مياشتې كېږي (  هغه وخت) چې په كندوزكې دشپې نامعلومې  الوتكې كېني ، افراد اوموادښكته كوي اوبېرته الوځي خودوى يې   نه له موخواوماموريت څخه  خبردي  اونه الوتكې پيژني.
تېركال ولسي جرګې پدې اړه ډېر تود بحث وكړ چې په زابل كې ولې دطالبانو په سيمه كې دبهرنيوځواكونو لخوا دنظامي او لوژستيكي مرستوكانتينرښكته كړل شوى دى ،
همدا رازداسې نور ګډ موارد شته  چې ترې دبهرنيو ځواكونو خپلمنځي اختلافات او دهمغږۍ نشتون جوتېږي.
 په افغانستان كې هلمند هغه ولايت دى چې دداسې ډرامو او پيچلوسناريوګانومركزبلل كېږي.له دې ولايت څخه كله ناكله داسې خبرونه اورېدل كېږي چې حيرانوونكي او هېښوونكي وي او په عين وخت كې له ترورريزم سره دمبارزې دشعار اصالت ا و حقيقت خلكوته ښه ورپه ګوته كوي .
يووخت داسې خبرونه خپاره شول چې دمايكل سمپل  په نوم   په افغانستان كې دملګروملتونو دنماينده ګۍ  مرستيال  په هلمندكې دطالبانو له مشهور قوماندان ملادادلله منصور سره لاس يوكړى وو او غوښتل يې چې دبريتانياپه لګښت په دې ولايت كې د طالب  وسلوالو دوه زره كسيزلښكر جوړ  كړي _ خو داجوته نشوه چې داطالب ملېشې به بيا دچا ((امريكايانو او كه ايرانيانو)) پرضدجنګېدې – چې مايكل سمپل او ملګرى يې دافغان  دولت په غوښتنه له افغانستان څخه ووتل .
ددې پېښې له رسواكېدلو سره  ملادادالله هم ووژل شو.
همداراز په هماغه وخت كې طالبانوددانيل ماستروجياكوموپه نوم ايټالوى خبريال او دهغه افغان ژباړن اجمل نقشبندي هم ونيول .چې وروسته څرګنده شوه چې جياكومو دايټاليا داستخباراتو ډېرمهم غړى وو او كرزي هم  دهغه په سردايټاليا دحكومت پرټينګارله طالبانو سره درنه معامله  وكړه داورېدلو له مخې دايټاليا لومړي وزير حامدكرزي ته ويلي وو چې كه  جيا كومو خوشې نكړي  نو دوى به له افغانستان څخه خپل پوځونه هم وباسي او ښايي حكومت يې هم  ړنګ شي په هغه وخت كې دايټاليا ټاكنې هم روانې وې  . خوپه هماغې يوې پېښه كې  داجمل نقشبندي په خاطر طالبانو ته كوچني امتيازوركولو ته  هم چمتونشو چې پايله يې دنقشبندي سر پرې كول شول .
دهمدې روغتون دهغه وخت  افغان مسؤول رحمت الله  حنفي چې پدې پېښه كې يې ددولت او طالبانو ترمنځ منځګړتوب كړى ووهم افغان دولت ونيوه .
موسى كلا ولسوالي دافغان حكومت او امريكايي چارواكيو دتفاهم او خوښې پرته دبريتانوي ځواكونو  ديوه سوله ييز تفاهم له مخې  يوكال رسماً له طالبانو سره وه،چې وروسته پرې حامدكرزي نيوكه هم وكړه .
همداراز بريتانوي ځواكونه  دلښكرګاه په كوڅو كې ګرځېدل او په لاسپيكرونو كې به يې اعلان كاوه چې كه څوك كوكناركري نو موږيې مخالفت نه كوو.
افغان ژورنالست صمدروحاني په رڼا ورځ په لښكرګاه ښار كې شهيدكړل شو خو ترننه يې  چا پوښتنه هم ونكړه .
همدااوس پنځلس زره پوځ  په مارجه كې درې مياشتې عمليات وكړل  خو مارجه اوس هم دطالبانو په واك كې ده .او.... داهغه فكتورونه دي چې څرګندوي دلته دبهرنيو موخه يواځې له تروريزم سره مبارزه نه ده او هرڅوك ځانته نورې موخې  هم  لري.
اوس چې دايټالوي ډاكټرانو دنيولو او القاعده سره دتړاو خبرونه وركول شول كېدلى شي چې دا هم  دروانې پيچلې ډرامې يوه برخه وي ، داهم كېدلى شي چې داډاكټران دافغان دولت له مخالفينو سره هېڅ اړيكې ونلري  خودلويو استخباراتي كړيو دجګړې يو لورى وي او همدې استخباراتي كړيو يې دبدنامولو او له سيمې څخه دوېستلو لپاره دسيسه جوړه كړې وي .
په ايټالياكې ددې روغتون تمويلوونكي  خيريه بنسټ  هم داخبرخندوونكى او له واقعيت څخه لېرې بللى دى.
افغان دولت بايد په دې اړه هرګام ډېر په ځيركتيا واخلي. داسې نشي چې دوى هم په غيرشعوري ډول دلويو استخباراتي كړيوپه لاس كې ولوبېږي او دهغوى موخې ورته ترلاسه كړي.
كه  چېرې په رښتيا هم ددې روغتون چارواكيو له القاعده سره اړيكې درلودلى    نو داروغتون خو دانهه كاله په لښكرګاه كې فعاليت كوي ولې يې تراوسه كوم دولت ضد  ګام ندى اخستى.
كه دوى په رښتيا هم لكه دولتي چارواكي چې دعوه كوي له پوليسو او عسكرو روغ غړي غوڅ كړي وي   نوبياخوافغان چارواكي  هم مسؤول دي ځكه  چې ددې كار مخه يې په وخت نده نيولې او دا داسې كوم كار هم نه دى چې  دبهرنيو او كورنيوځواكونو ددومره استخباراتي فعاليتونوسره سره  به هغوى  پټ ساتلى وي .
بل داچې داايټالويان خو مسلمانان هم ندي نو له اسلام او القاعده يې سره ېې دهمدردۍ لامل  څه شى دى؟. كه ومنو چې  دوى له القاعده سره خواخوږي هم لري نوله القاعده سره دخواخوږۍ ښكارول خوپه ايټالياكې اسانه خبرنده  دوى يوبل څنګه وپيژندل اوبيا ايټاليا څنګه درې واړه  په اصطلاح  دالقاعده غړي يوځاى افغانستان ته اويوه كلينيك  ته رالېږي،افغان حكومت څنګه ويزه وركړه ځكه دوى خوپوځيان ندي چې له وېزې پرته راغلي وي ؟. دلته دالقاعده شپږتنه  افغان   غړي چاوروپيژندل.؟؟كه دا اړيكې رښتياوي نو آيا  داپردې  معنانده چې دايټاليا دولت او په ايټالياكې افغان سفارت  هم له القاعده سره دوستي او خواخوږي لري.او څنګه كېدلى شي چې هغه ايټاليا دې چې عيسويت ته اوښتي مرتد عبدالرحمن پنجشېري پسې له روم څخه كابل ته  الوتكه رالېږي او لومړى وزير يې  هوايي ډګرته هركلي ته  ورځي   له اسلامي سخت دريځودومره مرسته وكړي .  
داخيريه بنسټ خو په كابل او پنجشېر كې هم لوى لوى روغتونونه لري او دكابل دروغتون جواز يې ان لس كاله دمخه اخستى دى كه موخه يې ددولت ضد فعاليتونه وي نوبيا خو يې څرك بايد پدې كلينيكونو كې  هم وموندل شي.
په هرحال، افغان حكومت بايد پدې اړه له ډېر دقت څخه كارواخلي ، معقول اودحقيقتونو پربنسټ  دريځ غوره كړي . داسې چې نه ايټاليا خفه كړي ځكه چې دايټاليا خفګان هم لكه ددانيل ماستروجياكوموپه قضيه كې موچې وليدل   افغان دولت ته دزغم وړندى.
نه  داسې چې دطب سپيڅلى مسلك بدنومى شي او نه  داسې چې دولت ديوه متحد دخوښ ساتلولپاره نور متحدين وټكوي او له لاسه يې وركړي