زرلښت ساپی سرسام


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • هويتي بحثونه او افغان کلمه
  • 1432

 لومړۍ برخه

زرلښت ساپی سرسام 
د افغان کلمه او د افغانستان پېژندنې د واقيعتونو پر سر تأمل د قومونو تر منځ په ناندريو بدل شوی. افغان څوک دی؟ افغانستانی څوک دی؟ ایا د افغان کلمه د افغانستان په ټولو قومونو پورې اړه لري او يا که يوازې پښتنو ته ويل کېږي؟ دا هغه پوښتنې دي چې د عامو خلکو ذهنونه يې مغشوش کړي دي، خو څه رښتيا دي او تاريخ د افغان پر نوم د پښتنو د مالکيت په اړه څه وايي؟ تر اوسه پورې هيڅ داسې کوم عملي او تاريخي قانع کوونکی دليل نه‌شته چې دا ترې ثابت شي چې پښتو د افغاني او پښتون د افغان معادل وي.

د پښتنو له ژبې مالومېږي چې د دې ژبې ريښې په اوستا او ويدونو کې شته دي، افغان کلمه لومړی ځل په درېيمه زېږديزه پېړۍ کې د يو لقب په ډول ښکاره کېږي چې احتمالاً د سپه سالار رتبې ته اشاره کوي. د رستم په ډبرليکونو کې داسې کتيبې پيدا شوې چې په دوو ژبو، پهلوي او يوناني باندې ليکل شوې دي. د دې کتيبې په شپږمه کرښه کې د ساسانيانو د دويم پاچا لومړي شاپور په کسانو کې چې له ۲۶۰ څخه تر ۲۷۳ زېږديزو کلونو په منځ کې د «ویندهفرن ابګان رزمه ود» ياد شوی. سپرنګ لينګ امريکايي څېړونکي دغه د ابګان کلمه له افغان سره يوه وګڼله، ځکه چې د شاپور د پاچاهۍ کرښه تر پېښوره «پيش‌شاپور» رسېدله چې په هغه وخت کې کندهار د «ګندهارا» برخه وه.
په فردوسي شاهنامه کې هم دوه ځله د فريدون په وخت کې د لښکرکشۍ په توګه «اوګان» ياد شوی چې لیکي؛

سـپـهدار چـــون قـارن کـاو گـان
سپهکش چو شیروى و چون آوگان
او د «رستم او کک کهزاد» د داستان تر څنګ بل ځای د هيپتاليانو سرلښکر د «فغانيش» په نامه راغلی دی چې د داستان په اوږدو کې ځینې وخت د «فغاني» په نامه هم ياد شوی دی. فردوسي د هپتال د شاه په اړه داسې لیکي؛ 
سوی شاه هیتال شد ناگهان
ابا لشکر و گنج و چندی مهان
چغانی شهی بد فغانیش نام
جهانجوی با لشکر و گنج و کام
فغانیش را گفت کای نیکخواه
دو فرزند بودیم زیبای گاه
پدر تاج شاهی به کهتر سپرد
چو بیدادگر بد سپرد و بمرد
چو لشکر دهی مر مرا گنج هست
سلیح و بزرگی و نیروی دست
فغانی بدو گفت آری رواست
جهاندار هم بر پدر پادشاست
همدارنګه د دوی ژبه «چغاني» نوموي چې د اريايي ژبې له شمال ختيځې څانګې څخه ګڼل کېږي چې له پاميري او پښتو ژبې سره نږدې ده. د شهنامې اشعارو ته په کتو په زغرده ويلای شو چې افغان کلمه په پخواني تعريف سره شايد تر ټولو نږدې هيپتالي قوم سره نښلول شوې وي چې د دوی له منځه پښتانه د «ابداليانو» او په فارسي ژبو کې په «يفتليانو» واوښتل او دا تصادف هم نه‌شي کېدای چې د افغانستان بنسټ ايښودونکی احمدشاه ابدالي نومېده.

هيپتاليان، هيفتاليان يا سپين هون «white huns» په ۴۲۹ زېږديز کال د افغانستان شمال ختيځ ته راغلل، هيپتاليان د سپينو هونیانو په نامه سربېره ځينې نور نومونه هم درلودل چې په عبري کې «ايپتاليت»، په يوناني کې «ايفتاليت»، په ارمني کې «هپتل»، په منځنۍ فارسي کې «هفتالان»، په عربي کې «هيطل يا هيطاليه»، په تاجکي کې «هتل يا هيتل»، په اوستا کې «هيون يا خئيواونا» او په هندي کې د «هيونا» په نامه يادېږي. د عربي ماخذ يې له ترکانو او ارمني ماخذ يې له کوشانيانو سره ګډ بولي. ځینې څېړونکي لکه الاوف کاروو هيپتاليان له غلجيو سره ګډوي او معتبرو سرچينو ته په اشاره ادعا کوي چې د خلجيانو ريښه د هيپتاليانو او کوشانيانو له پاتې شونو څخه دي. خوارزمي د هيپتاليانو په اړه داسې لیکلي؛ «هيطل په بخارايي ژبه کې پياوړي سړي ته وايي او هياطله يو داسې قوم و چې تخارستان او غزنينو وينه يې درلوده.» يو ناڅاپه افغان کلمه په چيني او هندي اسنادو کې ښکاره کېږي چې لومړنۍ مرجع يې هيون تسانګ Xuanzang دی، دی چينايي نړۍ ګرځېدونکی و چې په ۶۳۰ زېږديز کال کې د اوسني افغانستان په جغرافیه کې داخل شو او د اوپوکين O Po Kien په نامه خلکو سره يې وليدل، چې له استانه تر غزني يې استوګنه درلوده. د کمبريج پوهنتون لرغون‌پېژندونکی A.Cummings کټ مټ همدا نوم له افغان کلمې سره نښلوي. دی يوه بله ادعا هم لري چې يوه بل چينايي نړۍ ګرځېدونکی Fa Xian همدا سيمه د لو يې Lo I يا د «روه» هېواد ياد کړی چې د هند په تاريخ کې د پښتنو هېواد په نامه يادېږي.

هندي ستورپېژندونکی Mihira Vahara د شپږمې زېږديزې پېړۍ يو بل ليکونکی دی چې په خپل منظوم نجومي احکامو کتاب کې يې افغان کلمه د Avagana په شکل ياده کړې ده. 
افغان کلمه په فارسي متونو کې په لومړي ځل د ابو يوسف پيشاوري په کتاب «حدودالعالم» د نهمې زېږديزې پېړۍ په اخېرو کې ياده شوې ده چې دغه کتاب ته د جغرافيې لومړنی فارسي کتاب هم وايي. په دې کتاب کې د ساول «زابل» په نامه د يوې سیمې يادونه کوي چې ګردېز ته نږدې ده او دلته افغانانو ژوند کاوه. د لسمې زېږديزې پېړۍ په شروع کې يو بل لیکوال ابوالنصر محمد بن عبدالجبار العتبي افغانان له ترکانو سره نښلوي او د تاريخ عتبي په شرحه کې د «الافغانية» کلمې په توضيح کې داسې ليکي؛ «افغانان هغه خلک دي چې غرنیزې ځمکې لري، څېرې يې ترکانو ته نږدې دي، د پوستکي رنګ يې ډېر غنمرنګه دی، غرونه يې باميانو ته نږدې دي، په چالاکۍ او تېزۍ کې نوم لري، دا چې په سختو غرونو او لوړو څوکو کې ژوند کوي، بې له سبکتګين نه بل هېڅ پاچا ته تسليم شوي نه دي.» شرح تاریخ العتبی ج۱ چاپ جمعیهالمعارف، قاهره ب. ت.

په يو بل ځای کې چې له دغو ترک توکمو افغانانو سره مخ کېږو، د تاريخ ال مظفر کتاب دی، محمود کتبي په دې کتاب کې د افغاني او جرمايي قومونو يادونه کړې ده چې له سيستان څخه کرمان ته راغلي وو او د مغلو په لښکر کې جنګېدل. لیکي چې دغو افغانانو بت‌پرستي کوله او د خپلو بتانو په نامه به يې قرباني ورکوله. 
ابن بطوطه کابل ته په خپل سفر کې لیکلي؛ «بیا مو کابل ته سفر وکړ، دلته له عجم (پارسي یا اریايي) څخه يو قوم ژوند کوي چې افغان نومېږي...» دغو پورته سرچينو او تاريخي رواياتو ته په کتو، د پښتو په منځ کې ډېر داسې قومونه شته چې د افغان ريښه نه لري، چې دغه شرحه په مستنده بڼه په «تاريخ خانجهاني مخزن افغاني» کې ځای شوې ده. «تاريخ خانجهاني مخزن افغاني» لومړنی کتاب دی چې د افغانانو پېژندنه یې تر څېړنې لاندې نيولې ده او په ۱۶۱۱ زېږديز کال کې د خانجهان خان لودي په امر نعمت الله «نورزي» هروي ليکلې دي. همدې ليکنو ته په کتو افغان قومونه په پخوانيو متونو کې په پنځو لويو برخو وېشل شوي دي؛
۱- سړبني. ۲- غرغښت. ۳- بيټني. ۴- کرړاني. ۵- متي.

نعمت الله د دغو پنځو برخو په اړه لیکي؛ 
"خدای قیص بن عبدالرشيد (پټان) ته درې زامن ورکړل، له دوی څخه د پوهانو په وينا چې درې سوه پنځه نوي قومونه پیدا شول. چې له دوی نه (۱۰۵) قومونه سړبني، (۲۵) خېل او بيټني قومونه، (۹۵) غرښت، (۵۰) خېل و متي، (۱۲۰) کرړاني بومونه دي، چې د پټان (عبدالرشيد) له نسل نه پيدا شوي نه دي؛ خو د پټان په نوم مشهور شوي دي " 
له دوديزو رواياتو سره چې سړبن، بيټني او غرغښت درې واړه وروڼه وو. متيان د بي‌بي متو زامن وو چې د عبدالرشيد لمسۍ کېږي. نعمت الله هروي دلته بې له کوم ابهام او وېرې د پښتنو د قوم له جوړښته پرده پورته کوي او وايي چې کرړاني د عبدالرشيد له اولادې نه دي او د پښتنو په جوړښت کې په زوی‌ولۍ ځای شوي دي.
په داسې حال کې چې د دې کتاب د لیکلو په وخت کې دغه د کرړاني قوم د پښتنو د تر ټولو لوی قوم «۱۲۰» ډلو ته رسېده. د دې قوم ځينې لويې څانګې لکه رودبري، وزیري، بنګښ، افريدي، مسعود، باور، بانوسي، دلازاک، خټک، خوږياڼي، منګل، توري، اوتمانخېل، وردګ، ځدراڼ، ځاځي يو هم ياد شوي نه دي. د کرړاني قوم په ځانګړي او جلا ډول یاد شوی دی، خو وزيري ياد شوي نه دي. ځینې لوی قومونه لکه خټک، افريدي چې هېرودت هم د دوی د نومونو يادونه کړې ده، لادرکه دي. شايد همدا دليل وي چې خوشال خان خټک لږ وروسته لیکلي، که هر چا افغان او پښتون سره جلا وګڼل؛ نو له غوسې سره به يې مخ شي. که افغان او پښتون يو و، د خټکو له دا ډول غبرګون سره به نه و مخ شوی.

دویم قوم چې احتمالاً بنی‌اسرايلي ریښې نه لري، د خلجي قوم متي دي چه غلزی/ غلزوی یا غلجی پښتانه معادل دي او د اوسني وخت قومونو په منځ کې تر ټولو لوی قوم دی. روايتونه داسې لیکي چې د قیص بن ولید بیتان «یا شیخ بیت» درېيم زوی د بي‌بي متو په نامه لور درلوده چې يوه ترک/تاجک شهزاده د شاه حسین غوري په نامه ورباندې ميين شو. د تاريخ خانجهان مخزن افغاني په روايت له همدې پیونده بي‌بي متو يو زوی زېږولی چه «غل‌زوی» نومېده. د قبيلې د عرف په مطابق شاه حسین غوري د پښتنو فرهنګ او ژبه خپلوي او د هغه زامن د مور له خوا له پښتنو قومونو سره ګډېږي. نعمتالله هروي نورزی په دې اړه داسې لیکي؛ 
«يو موده د بیبی متو و شاه حسین عقد نه وروسته د هغوي يو زوی پيدا کېږي او کله چې دا خبره شیخ بیت (بیت نیکه) ته رسېږي نو هغه فرمایي: دا اولاد د مور او پلار رضايت نه پرته حاصل شوې دې او مناسب به همدا وي چه نوم يې غل زوی کيږدو.»

مینورسکي بل هغه مورخ دی چې «د هند تاریخی قاموس د کامبریج» ته اشاره کوي او تاکید یې په دې دی چې د ډهلي حاکم خلجیان افغانانو ته شباهت ښوو او خپل ترکی هويت يې بايللی و، دا امر د هندي څېړنونکيو په منځ کې منل شوی دی. له همدې کبله غلجی د خلجي معادل شوې، ځکه د دواړو قومونه د استقامت ځای يو دی. 
پاسنيو منابعو ته په اشاره کولای شو دې نتېجې ته ورسېږو چې افغان کلمه لومړی ځل د سپه‌سالار يا نظامي لقب په څېر کارېده، بعد د يو غير پښتو ژبې ويونکي قوم او پسته د پښتنو په منځ کې استعمالېده او ابالاخره زموږ د وياړلي وطن ټولو اقوامو ته خطاب کېږي. د تاریخ په اولی منابعو کې افغان د پښتون معادل نه دی راغلی، بلکې له ابداليانو سره يې تړاو درلود. همچنان کرلاڼي قومونه لکه رودبري، وزیري، بنګښ، افریدي، معسود، باور، بانوسي، دلازک، خټک، خوږیاڼي، منگل، توري، اوتمانخیل، وردک، ځدراڼ او ځاځي په قديم عبارت کې د سپه‌سالار «افغان» مستقيم زامن نه دی لکن پښتانه ضرور دي.

له دې سره سره د غلجيانو قومونه لکه هوتکي، لودي، سوري، سوراني، احمدزي، تره‌کي یا غوري ريښې لري. اومري بل پښتون قوم دی چه بن اسرايلي ريښه نه لري. اما د مخزن افغاني قومونو په منځ کې يو داسې قوم دی چه شتون یي واقعاً تعجب‌اور او دلچسپه دی او هغه د «هوني» قوم نوم و چه د هفتالي یا سپین هونان متعادل دی چه د پښتنو قومونو يو وياړلی نوم دی.
د غلجي «خلجي»، هوني «سپین هونان» و ابدالي «یفتلیان» موجودیت د پښتنو په منځ کې دا ادعا په اثبات رسوي چې هغه لومړي قومونه چې افغانان پرې پوهېدل ترکي ريښې درلودې او په شمال شرقي اريايي ژبه خبرې کولې. که چېرې هم د ډهلي پښتانه سلطانان ټول په پارسي ژبه غږېدل اما په مخزن افغاني کې څو ځلې د پټهاني يا افغاني ژبه ته اشاره شوې ده، مثلاً د سلطان ابراهیم لودي په تشريح کي لیکونکی د دې نوم د پښتو معنا ته اشاره کوي او په «لوی دی» يې ترجمه کوي.
دغو پورته دلايلو او رواياتو ته په کتو، بايد ووايو چې افغان کلمه په لومړيو کې د يو سرلښکر د لقب لپاره کارول شوې، بيا يو کوچني غير پښتون قوم ته او بيا د پښتنو نوم او بالاخره د افغان ملت نوم ټاکل شوی. د دې تر څنګ د اساسي قانون د څلورمې مادې په اساس د افغانستان هر وګړي ته افغان وایو، د افغانستان ټول استوګن قومونه د يو ملي او نړيوال هويت درلودونکي دي چې افغان ګڼل کېږي. تر ټولو رښتيا دا دي چې موږ د انسانيت په ډيموکراټيک جمهوريت کې ژوند کوو، انسانيت هماغومره ارزښت لري لکه څومره یې چې افغانيت لري، نړۍ برخې برخې شوې او سرحدونه لري، انسانان پاسپورټونه لري، خو افغانان متاسفانه چې د نړۍ د تر ټولو بد پاسپورټ درلودونکي دي او له دېرشو هېوادونو زياتو ته د ننوتو اجازه هم نه لري.

د نړۍ ټول اوسېدونکي مکلف دي چې د خپل تابعيت لپاره يو نوم وټاکي، بيا انکار د څه لپاره؟ انکار د څه لپاره لکه چې په ایران کې د هزاره او ترکي لپاره افغان معادل شوی؟ ولې تاجک ازبکستاني او ازبک تاجکستاني دغه غږ نه پورته کوي؟ ولې د کويټې هزاره‌ګان له پاکستانيتوبه منکر نه دي؟ ايراني بلوچ ولې د دغو هويتي ستونزو ښکار نه دي؟ ولې افغان سياسيونو په خپلو پاسپورټونو کې دغه افغان کلمه منلې ده، خو همدا کلمه بيا په پېژندپاڼه کې نه مني!؟

سرخط ورځپاڼه