د ولسي جرګې دغړو په اړه د امرالله صالح وروستیو څرګندونو د وکیلانو سخت غبرګونونه پارولي دي.
د ولسمشر مرستیال امرالله صالح تیره ورځ د جینوا کنفرانس ته د وینا پرمهال وویل،چې د جرګې غړي په فساد کې ښکېل دي او باید پارلماني مصوونیت ترې بیرته واخېستل شي.
خو د ولسي جرګې غړي د امرالله صالح د غو څرګندونو غوسه کړي او له همدې امله یې نن نوماند وزیرانو ته اجازه ورنه کړه چې عمومي غونډې د پروګرامونو د وړاندې کېدو لپاره ورشي.
دجرګې غړی وایي، په داسې حال کې چې حکومت په پراخ مالي فساد کې ښکېل دی ، د صالح دغه څرګندونې په هیڅ ډول د زغم وړ نه دي.