د پکتیا ولایت چارواکي وایي د ملي امنیت ځواکونو د یو لړ عملیاتو په پایله کې ګڼ شمیر وسلې او د ځانمرګو واسکټونه نیولي.
مسوولین وایي دغه عملیات په میرزکې ولسوالۍ کې ترسره شوي او نیول شوي مهمات د پکتیا لپاره د طالبانو د نومول شوي والي مولوي اسماعیل اړوند دي.
د مسوولینو په وینا دغه بیلابیل ۱۴ ډوله مهمات چې، ۱۱ حلقې بوشکه یې ماینونه، ۶ حلقې ترموزي ماینونه، ۲ د ځانمرګو واسکټونه، د ټانګ ضد يو ماین، د ۸۲ دوه فیره مرمۍ ۱۸ فيره د راکټ مرمۍ، ۲ فيره د مزایل مرمۍ، ۶ بکسې د دهشکې مرمۍ، ۶ حلقې فشاري ماينونه، ۱۲ فيره د هاون سر ګلولې، ۶ عدده ساده ماينونه، ۳۰ کيلو باروت، يو میل انګريزي ټوپک او ۱۰ قبضې لاسي بمونه شامل دي.