هرات کې د سینې سرطان زیاتوالی

هرات کې د سینې سرطان زیاتوالی


  • 4 کاله دمخه (27/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1367

 

د هرات ولایت روغتیایي چارواکي په دغه ولایت کې د سینې سرطان له زیاتوالي اندیښنه څرګندوي او وایي په وروستیو کلونو کې پر یاده ناروغۍ د اخته میرمنو شمیر زیات شوی.

روغتیایي چارواکي وایي له ۱۳۹۷ کال راهیسې په دغه ولایت کې له هرو ۱۰ میرمنو چې دوي ته مراجعه کوي د ډیرو هغو د ازمایښت پایلې یې مثبتې دي.

هغوي وایي هره ورځ له ۱۵ تر ۲۰ پورې میرمنو مراجعه ورته کوي چې په وینا یې د عامې روغتیا وزارت باید په دې برخه کې لا ډيره پانګونه وکړي.

سره له دې چې د سینې پر سرطان د اخته کیدو عوامل دقیق نه دي مشخص شوي، خو د روغتیاپالانو په اند د واده نه کول، ماشوم ته شیدې نه ورکول، ډیر وزن لرل، په بدن کې د سرطاني غدو درلودل، د تخمدان سرطان او پر دې ناروغۍ د کورنۍ مخینه رول لري.