(خاندې که دې وخندوم؟) خلک پر ځان وخندول


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • فضل یار
  • 1014

نړۍ اونيزه
له ننګرهاري چارواکو او په ځانګړي ډول له والي شېرزي څخه مې د ننګرهار مېشتو ژونالېستانو (!) د بډې اخيستنې خبره له پخوا اورېدلې او يو څه منلې وه، خو د نورو هغو ښاغلو پر دې مبارکې(!) چارې خداى شته پوره ډاډمن نه وم.
پر ننګرهار مېشتو ژونالېستانو(!) دا لګېدلى تور راته ځکه رېښتيا برېښېدو چې د دوى ښاغلو ((يو نېم پرته)) مې کوم داسې رپوټ او خبر وانه ورېداى شو چې د ولس او خلکو د ستونزو له امله دې زېږېدلى او پنځېدلى وي. دا پر خپل ځاى ،له څه وخت راهيسې اورم چې پر عملي ژونالېستانو(!) ((رپوټ او خبر چمتو کوونکو)) سربېره د يو شمېر نورو خپرونو چلوونکي هم د هغو نورو پېښې کوي او ورسره د چارواکو د ناسمې ستاينې او غوړه مالۍ کولو په سيالۍ کې برخه اخلي، د بېلګې په ډول: د نورو ګڼو خپرونو په شان مې د لمر ټلويزون د ډېرمينه والې خپرونې ((ډنډورې)) په اړه ډېر ځله اورېدلي چې چلوونکي يې څو، څو ځله له والي شېرزي نه د هغه د بې ځايه ستاينې او ځلونې لپاره د پيسو اخيستو په موخه ننګرهار ته راغلي ، خو خداى شته ماويل ځه کېداى شي دا به د ځينو اختلاف پالو لخوا يوه خپره شوې اوازه وي خو څو ورځې وړاندې د ياد ټلويزون په يوه بله ((خاندې که دې وخندوم؟)) خپرونه کې مې د يوي رېښتينې بېلګې په ليدو دا خبره ومنله. هغه داسې چې د خپرونې چلوونکى چې ننګرهار ته راغلى و، نو په يوه پيسو ځپلې خپرونه کې يې له ننګرهار سره يوه خيالي مرکه کړې او په لوى لاس يې په غوښتي ډول هڅه دا وه چې ننګرهار د جناب والي صيب په مټ د يو ډېر رغېدلي ولايت په توګه انځور کړي، خپرونه داسې وه چې لومړى يې د څو پوه کړو ، په خپل تصوير مېنو او د نورو په خولو غږيدونکو ښاغلو داسې ور ښودل شوې خبرې خپرې کړې چې ياده موخه يې پکې تعقيبوله، ورپسې يې له ننګرهار سره خپله خيالي مرکه پيل او په ټوله کې يې ننګرهار، د ننګرهار له خولې په تېر کلنو جګړو کې د يو وران شوي او د والي شېرزي په زيار د بيارغول شوې سيمې په توګه را پېژانده، په داسې حال کې چې دوى خوارانو (د خپرونې چلوونکو) يا د خپلې بې سوادۍ، نا لوستۍ او ناپوهۍ او يا هم د کوم خاطر له مخې دا هېر کړي و چې په کورنيو  نه ، بلکې د بهرنيو په هېواد دننه جګړه کې زيانمن شوى او وران شوى ننګرهار د څه لپاره تر اوسمهاله د سولې، امن او روغې کور باله شي؟ راځو دې ته:
پرته له شکه چې ښاغلي شېرزي د پخوانيو جېب ډکوونکو ننګرهار واکمنو په پرتله په ننګرهار کې تر يوې کچې پورې خپله کاري او ورسپارل شوې ژمنه پر ځاى کړې خو په يوه طنزيه او خندوونکې خپرونه کې به د ښاغلي شېرزي ستايل څه مانا ولري؟
آيا دا ددې نه يوازينۍ بلکې د دې په شان د ډېرو نورو ورته رسنيو او خپرونو په اوړو کې د شګو  د شتوالي بېلګه نه شي ګڼل کېداى؟  او آيا...........؟؟؟؟؟؟
نورې مې خبرې نه اوږدوم يو ځل بيا په ټينګار سره په دې ناوړه چاره کې د دې خپرونې تر څنګ د ګڼو نورو د ښکېلتيا په يادونې پر ټولو اړوندوالو غږ کوم چې د خداى (ج)، قران(ک) او خپلو درسپارل شوو سپېڅلو دندو ارزښت ته په درنښت له دې ځان شرموونکو چارو لاس واخلئ کنه نو پخپل وار د چټک غبرګون ( د ليکنې ليکوال) د سختو غبرګونونو د غبرګيدو په تمه اوسئ.