طالبانو سره د یاوان ولسوالۍ د پوهنې امر یوځای کیدل

طالبانو سره د یاوان ولسوالۍ د پوهنې امر یوځای کیدل


  • 4 کاله دمخه (06/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1102

 

د بدخشان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي د دغه ولایت د یاوان ولسوالۍ د پوهنې امر مولوي ولي‌ الله الهی له طالبانو سره یوځای شوی.

د بدخشان د ولایتي شورا غړي وایي چې د یاوان ولسوالۍ د پوهنې امر د وسلې پورته کولو لامل روښانه نه دی خو ویل کیږي چې د نوموړي پر وړاندې شته ګواښونو هغه د وسلې پورته کولو او له طالبانو سره یوځای کیدو ته اړ کړی.

د بدخشان د پوهنې رییس عبدالسمیع ابدیار بیا له یادې موضوع څخه بې خبري څرګندوي او وایي چې د یاوان ولسوالۍ د پوهنې امر مولوي ولي الله الهي دمګړۍ رخصت دی او کابل کې دی.

خو د بدخشان د پولیسو ویاند ثنا الله روحاني هم له طالبانو سره د پوهنې ددغه غړي یوځای کیدل تاید کړي او لامل یې په اقتصادي ګټو او د کانونو په استخراج کې شریکیدل بللي دی.

وروستیو کلونو کې د بدخشان په یاوان او راغستان ولسوالیو کې د سرو زرو د کانونو استخراج دود شوی او سیمه ییزه اداره وایي چې طالبان د سرو زرو له کانونو څخه ډیره ګټه ترلاسه کوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.