نن سهار شاوخوا ۸ بجې د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د کارته نو طلایي ښارګوټي ته څيرمه د مقناطيسي ماین چاودنې له امله ۳ تنه ووژل شول او یو تن ټپي شو.
دغه چاودنه د عامه تصدي د ویاند ضیا ودان پر موټر شوې او نوموړي پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
کورنیو چارو وزارت وایي په دغه پيښه کې د ضیا ودان په ګډون دوه نور کسان هم وژل شوي او یو تن ټپي شوی.
د چاودنې پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې.