د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د یاد وزارت د سرپرست مولوي امیر خان متقي په مشرۍ افغان پلاوی په مسکو فارمټ غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته روان شوی دی.
د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، چې متقي به د روانې اکټوبر میاشتې پر څلورمه په همدې غونډه کې د ګډون ترڅنګ له خپل سیال سرګي لاوروف سره پر دوه اړخیزه مسایلو هم خبرې وکړي.
ټاکل شوې، چې دا غونډه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې ترسره شي او د افغانستان، پاکستان، ایران، چین، هندوستان او روسیې استازي به پر ګډو مسایلو پکې خبري په وکړي.
په دغه غونډه کې د سرپرست حکومت استازو ته د ګډون بلنه د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي دیمیتري ژیرونوف لخوا په تېره سېپټمبر میاشت کې ورکول شوې وه.
متقي داسې مهال روسیې ته سفر کوي، چې هغه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا بهر ته د تللو په بندیزونو کې شامل دی.