د بلخ ولایت مسولوین وایي وسله والو طالبانو تیره شپه ددغه ولایت په زارع ولسوالۍ کې یوه ۴۲ کلنه میرمن چې د ۷ ماشومانو مور وه له دولت سره د همکارۍ په تور په ډزو وژلې ده.
د زارع ولسوال سیف الرحمان رحماني وایي وسله والو طالبانو دغه میرمن لومړۍ له خپل کور څخه ایستلې او تر خپل حاکمیت لاندې سیمه کې یې په ډزو وژلې او وروسته یې مړی په یوه څاه کې تر خاورو لاندې کړی دی.
خو نوموړی وایي چې یادې میرمنې له دولت سره هیڅ ډول همکاري نه درلوده خو طالبانو ویلي چې دغې میرمنې د یوې پوستې له سرتیرو سره همکاري درلوده.