عمران خان وایي، د سیمې ثبات له افغان سولې پورې تړلی.

عمران خان وایي، د سیمې ثبات له افغان سولې پورې تړلی.


  • 4 کاله دمخه (13/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1400

عمران خان له کریم خلیلي سره لیدنه کړې.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د افغانستان د پخواني ولسمشر دویم مرستیال کریم خلیلي سره لیدلي. د عمران خان له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، عمران خان په دې لیدنه په افغان سوله کې د همکارۍ ډاډ ورکړی. نوموړي زیاته کړې، د افغانستان سولې سره د سیمې ثبات تړلی او پاکستان به په دې برخه کې خپله همکاري دریغ نکړي. خان ویلي، له افغانستان سره د بیلابیلو همکاریو په لټه کې دی او هڅه کوي، چې دوه اړخیزې اړیکې پراخې او ددواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري نوره هم وغوړیږي.

کریم خلیلي تېره ورځ د افغان سولې په تړاو پاکستان ته لاړ او هلته یې تر دې وړاندې له یو شمیر مهمو مشرانو سره وکتل.