د امریکا نوی حکومت د دوحې تړون ارزوي

د امریکا نوی حکومت د دوحې تړون ارزوي


  • 3 کاله دمخه (20/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1175

د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن د بهرنیو چارو وزارت نوماند وزیر انتوني بلینکن وایي چې نوموړی د دوحې تړون په اړه ډیرو مسایلو باندې نه پوهیږې او د همدې له امله دی یاد تړون بیا ارزوي.

بلینکن ټینګار کړی چې باید د دوحې تړون په دقت سره و ارزول شي چې د څه څه په اړه خبرې شوي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک د ۲۰۱۹ کال د فبروۍ په ۲۹ نېټه لاسلیک شو چې له مخې یې امریکا ژمنه کړې چې خپل ټول ځواکونه به د روان کال تر مې میاشتې پورې له افغانستان څخه باسي.

نوموړي دغه راز د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو اترو په اړه هم ویلي هره پایله چې ترلاسه کیږي باید تیرې لاسته راوړنې او ارزښتونه پکې خوندي وي چې له هغې پرته به پایداره نه وي.

طالبانو تر دې مخکې ویلي چې تمه لري د امریکا نوی حکومت د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي.