ولسمشر غني هرات ته پخپل سفر کې ددغه ولایت له علماوو سره وکتل.

ولسمشر غني هرات ته پخپل سفر کې ددغه ولایت له علماوو سره وکتل.


  • 3 کاله دمخه (21/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1086

ولسمشر غني هرات کې د علماوو شورا له غړیو سره وکتل.

ولسمشر غني په دغه لیدنه کې وویل، چې زه د خلکو د خدمت لپاره زیار ګالم او ځایناستی به کې د خلکو د ارادې پر بنسټ انتخابیږي. نوموړي د طالبانو وروستیو بریدونو ته په اشارې وویل، چې افغانستان یو اسلامي هیواد دی او د مسلمانانو وژل ناروا عمل دی. نوموړي د سولې په اړه هم د افغان حکومت د نیت د څرګندولو وضاحت ورکړ او ویې ویل، چې افغان حکومت تل د سولې لپاره پاک نیت ښودلی.

ولسمشر محمد اشرف غني د هرات له علماو وغوښتل چې د مدرسو او جوماتونو  پیاوړتیا په موخه خپلې طرحې د حج او اوقافو سره شریکې کړي.

په یاده لیدنه کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم ګډون درلود. نوموړې د هرات علماوو ته په خطاب کې وویل، چې علماوو د هیواد په سطحه په ټولو برخو په ځانګړي ډول د طالبانو روایتونو د باطلولو، د عامه ذهنونو د روښانولو او د شخړو په حلولو کې اساسي رول لوبولی دی.

ولسمشر غنې هرات ته په خپل سفر کې ددغه ولایت له بیلابیلو اقشارو سره لیدنه وکړه