د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وایي، چې ددې ولایت د شورابک بريښنا بند توربینونه او جنراتورونه یو شمېر نور تجهیزات د بند سیمې ته رسېدلي؛ اوسمهال د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي ټيمونه د دغه وسائيلو په لګولو بوخت دي.
دغه اداره وایي، د بدخشان شورابک بند بشپړول د افغان دولت ژمنتیا ثابتوي او د دغه بند بشپړولو سره به د هېواد یوه برخه د روښنايي له نعمت څخه برخمنه شي.