کندز کې ۲۰ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي دي.
د کندز چارواکي وایي، چې د تېرو دوو اوونیو په لړ کې ددې ولایت پولیسو په بېلا بېلو سیمو کې ۲۰ تنه د جنایي او یو شمېر نورو جرمونو د ترسره کولو په تړاو نیولي دي.
سرچینه وایي، چې دغه ۲۰ تنه مجرمین یې له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارلي دي.