تاجکستان دافغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ کوي.

تاجکستان دافغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ کوي.


  • 3 کاله دمخه (11/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 1199

ولسمشر محمد اشرف غني نن د تاجیکستان جمهوررئیس امام علي رحمان سره ټلیفوني خبرې وکړې.

ارګ وايي، دواړو لوریو په دې خبرو کې پر  د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا، د افغانستان دسولې پروسې او د سیمه ییزو همکاریو په اړه بحث وکړ.

د تاجیکستان جمهوررئیس د سیمه ییز اتصال په اړه د افغانستان حکومت د لیدلوري او برنامو او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې د خبرو ملاتړ وکړ

 په دې ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هیوادونو جمهوررئیسانو د اقتصادي، سوداګریزو او سرحدي همکاریو په پراختیا ټینګار وکړ او د تاجیکستان جمهوررئیس، ولسمشر غني ته د شانګهای همکاریو سازمان د تاسیس ۲۰ کالیزې په مراسمو کې چې ټاکل شوې په مارچ میاشت کې په تاجیکستان کې ترسره شي، د ګډون بلنه ورکړه