د بهرنیو ځواکونو د وتلو پریکړه اسانه نه ده

د بهرنیو ځواکونو د وتلو پریکړه اسانه نه ده


  • 3 کاله دمخه (15/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1098

د ناټو سرمنشي ین سټولټنبرګ ویلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل به دغه هیواد یو ځل بیا د ترهګرۍ پر ځاله بدل کړي او زیاتوي چې دې برخه کې باید له تدبیر څخه کار واخیستل شي او په وینا یې دا اسانه پریکړه نه ده.

د ناټو سرمنشي دا څرګندونې له یوې جرمنۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې له هغه وروسته کړي چې طالبانو د ناټو دفاع وزیرانو د غونډې په درشل کې پر دې ټلواله غږ وکړ، چې افغانستان کې دې جګړې او د دوى په وينا اشغال ته دوام نه ورکوي،‌ ځکه دا نه د دې هېوادونو او نه یې هم د ولسونو په ګټه ده.

طالبانو ویلي چې افغانستان کې د روانې شخړې یوازینی حل د دوحې تړون عملي کېدل دي.

ټاکل شوې د ناټو هېوادونه د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ خپله مهمه غونډه کې د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وکړي.