په سویډن کې یو افغان مهاجر اووه تنه ټپیان کړي دي.

په سویډن کې یو افغان مهاجر اووه تنه ټپیان کړي دي.


  • 3 کاله دمخه (04/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1270

د سویډن هېواد اسمولند ایالت په جنوبي برخه ویتلاندا ښار کې تېره ورځ ماسپښین مهال یو افغان مهاجر د دغه هېواد اووه تنه په چاقو وهلي دي.

 

د سویډن هېواد یوې رسنۍ ویلي، چې دغه بریدګر د افغانستان مهاجر دی او په وینا یې، چې یاد کس په تېر ۲۰۱۸ کال کې دغه هېواد ته راغلی دی.

 

سرچینې ویلي، چې یاد برید کوونکی د پېښې پر مهال د پولیسو له لوري په ډزو کې ټپی شوی او اوسمهال په روغتون کې بستر دی.

 

د سویډن هېواد پولیسو یادې پېښې ته په اشارې سره ویلي، چې دغه برید کوونکي تر دې وړاندې هم ورته جرمونه ترسره کړي دي. 

 

د سرچینې په حواله چې پولیسو همدارنګه ددې پېښې په تړاو څېړنې هم پیل کړي او د دغه کس کورته ورغلي او له شاوخوا ګاونډیانو یې د ده په تړاو پوښتنې کړې دي.

سرچینه کاږي، چې د یاد افغان مهاجر په برید کې اووه تنه ټپیان شوي، چې اوسمهال په روغتون کې بیستر دي او د درېیو نورو حالت یې نازک ښودلی دی. 

 

باید یاده شي، چې په تېر ۲۰۱۷ کال کې هم یو ازبیک مهاجر د سویډن پلازمېنې ستاکهلم ښار په یو ګڼه ګوڼه ځای کې پر موټر ۵ تنه  وهلي وو، چې له امله یې یاد شمېر کسان وژل شوي وو.

 

بل خوا نن د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خپرې کړې اعلامیې کې دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې او مجرم ته یې د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.