عبدالله عبدالله: امریکا غواړي په افغانستان کې سیاسي مشارکت رامنځته شي.

عبدالله عبدالله: امریکا غواړي په افغانستان کې سیاسي مشارکت رامنځته شي.


  • 3 کاله دمخه (20/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1388

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي، چې امریکا د افغانستان د قضیې د ښکېلو لوریو سره په مشوره او روان وضعیت ته په پام هغه نظریات له افغان دولت سره شریک کړي چې، له مخې یې باید یو سیاسي مشارکت رامنځته شي.

 

نوموړي ویلي، امریکا په دې باور ده، چې افغانستان کې د دایمي ثبات رامنځته کېدو او شفافو ټاکنو ترسره کېدو پورې وخت ته اړتیا ده نو باید له اوسنۍ مرحلې څخه د تلو لپاره یو سیاسي مشارکت رامنځته شي.

 

عبدالله عبدالله د مسکو ناستې له اعلامیې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې په دې اعلامیه کې د افغانانو اساسي غوښتنې په پام کې نیول شوي او د سولې په برخه کې سره همکاري کولای شي.