سمسور ( دوشنبه - وری - ۱۶) لغمان کې نیول شوی ټپي واورین پړانګ د لا ښې درملنې په موخه مرکز کابل ته انتقال شوو.
د لغمان ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس محمد جمیل خوشحال د معلوماتو په اساس چې د ولایتي ادارې په غوښتنه او د مرکزي حکومت په امر د تېرې میاشتې په وروستیو کې د الینګار ولسوالۍ اړوند ساو دره کې د سیمي د خلکو له لوري نیول شوی واورین پړانګ نن د لا ښې درملنې په موخه مرکز کابل ته انتقال شوو.
واورین پړانګ د افغانستان یو له کمیابه وحشي حیواناتو شمېرل کېږي چې ډیری یې د پامیر او همالیا په غرونو کې ژوند کوي.