افغانستان کې د اوبو ۴۴ نور لوی بندونه جوړېږي.

افغانستان کې د اوبو ۴۴ نور لوی بندونه جوړېږي.


  • 3 کاله دمخه (06/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1627

سمسور (سه شنبه - د وري - ۱۷) د ابو چارو تنظیم ملي ادراه وایي، چې ټاکل شوې، چې په افغانستان کې د ابو د ۴۴ سترو بندنو جوړو چارې پیل شي.

د یادې ادارې د مالوماتو په اساس، چې دغه بندونه به ۲۱ په زابل، ارزګان، غزني، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، ننګرهار، فاریاب، غور، بادغیس، کونړ، نورستان او پروان ولایتونو کې جوړ شي.

سرچینې ویلي، د یادو بندونو جوړولو تړونونه په راتلونکې میاشت کې لاسلیک او عملي کارونه یې پیلېږي، چې ټاکل شوي وخت کې به ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د مالوماتو پر بنسټ، د یادو بندونو په جوړولو به څه باندې ۶۰۰ میلیونه امریکایي ډالره لګښت راشي. 

د سرچینې په خبره، چې اوس مهال هېواد کې د اوبو د ۱۳ بندونو د جوړلو چارې روانې دي.

د یادولو ده، چې په کابل کې د شاه او عروس بند د جوړولو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي او ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکي کې د اوبو ذخیره کولو بهیر پکې پيل شي.