وحید عمر:  جوبایډن به ژر له ولسمشر غني سره د سرتېرو ایستلو طرحه شریکه کړي.

وحید عمر: جوبایډن به ژر له ولسمشر غني سره د سرتېرو ایستلو طرحه شریکه کړي.


  • 3 کاله دمخه (14/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1494

سمسور (چهارشنبه د وري ۲۵) د ولسمشر سلاکار او د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه او ستراتیژیکو اړیکو ادارې مشر وحید عمر وایي، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن به ژر له ولسمشر غني سره خبرې او له افغانستانه د خپلو ځواکونو وتلو طرحه شریکه کړي.

وحید عمر پر خپل یو ټوېټ کې وایي، چې د افغانستان حکومت او د امریکا تېر کې په تکراري ډول له افغانستانه د ځواکونو پر وتلو خبرې کړې دي.

هغه ټینګار کوي، چې افغان حکومت د امریکا له خوا د دوی ځواکونو وتلو په اړه هرې پرېکړې ته، درناوی کوي.

عمر زیاتوي، افغان ځواکونه له تېرو دوو لسیزو راهیسې په لوړ مورال له خلکو ساتنه کوي او دمګړۍ ۹۸ سلنه عملیات په خپلواک ډول ترسره کېږي.