شکر دوان یو وار بیا ډیلي لوبډله بریا ته ورسوله

شکر دوان یو وار بیا ډیلي لوبډله بریا ته ورسوله


  • 3 اونۍ دمخه (19/04/2021)
  • حضرت علي میاخیل
  • 93

د مارچ په ۱۸ د ای پي ایل په ۱۱ لوبه کې ډیلي کپیټلز او پنجاب کینګز لوبډلې سره مخامخ وې. په دغې لوبه کې پچه د ډیلي لوبډلې وګټله او د لومړۍ توپ اچونې پریکړه یې وکړه. پنجاب لوبډلې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو په ټاکلو شلو اورونو کې ۱۹۵ منډې جوړې کړې او د ۱۹۶ منډو هدف یې ډیلي لوبډلې ته کېښود. د پنجاب لپاره د پیل توپ وهونکو، کېل راهول او میانک اګروال ښه توپ وهنه وکړه. میانک اګروال ۶۹ او کېل راهول ۶۱ منډې جوړې کړې. د ډیلي لپاره څلورو توپ اچونکو، کریس اووکس، لکمن میري ویلا، رباډا او اویش خان یو یو لوبغاړی وسوځوه.

ډیلي لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۱۸.۲ اورونو کې پوره کړ او په ۶ ویکټو او ۱۰ توپونو یې پنجاب کینګز لوبډلې ته ماتې ورکړه. د ډیلي لپاره د پیل توپ وهونکي شېکر دوان ګټونکی اننګز وکړ، ۹۲ منډې یې جوړې کړې او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې واخیسته. په ۹۲ منډو کې یې ۱۳ څلوریزې او ۲ شپږیزې وهلې وې. د پنجاب لپاره ریچارډسن دوه لوبغاړي وسوځول.

نن ماښام شپږ نیمې بجې چینای سوپرکینګز له راجستان رویالز لوبډلې سره مخامخ کېږي.