لوګر کې د یو ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د یو ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه


  • 3 کاله دمخه (20/04/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1363

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست وایي ددغه ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د آبتک په نوم د نجونو او هلکانو د لومړني ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د مسوولینو په وینا د یاد ښوونځي ودانۍ  د اقراء  پروګرام په مالي مرسته په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې چې شپږ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، د اوبو څاه، د لمریزې بریښنا واټرپمپ، د اوبو کانکریټي ذخیره او درې غرفې تشنابونه لري.

د پوهنې ریاست مسوولینو په وینا دمګړۍ خوښۍ ولسوالۍ کې ټول ۲۲ ښوونځي فعالیت کوي چې وروستی هغه یې د ۴۰ نجونو په ګډون  ۱۵۲ زده کوونکي لري. 

مسوولین دغه راز وايي چې د لوګر د ۳۱۲ ښونیزو مرکزونو له ډلې ۹۳ هغه یې لا هم ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې په ازاده فضا کې زده کړې کوي.