امریکایي چارواکی: خپل ټول پوځي مرکزونه افغان ځواکونو ته سپارو.

امریکایي چارواکی: خپل ټول پوځي مرکزونه افغان ځواکونو ته سپارو.


  • 3 کاله دمخه (25/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1437

سمسور (یکشنبه د غوایي ۵) افغانستان کې مېشت د امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر ویلي، چې خپل ټول پوځي مرکزونه افغان ځواکونو ته سپاري.

هغه همداشان ویلي، چې امریکا اوسمهال له افغانستانه د خپلو ځواکونو وتلو ته چمتووالی نیسي.

نوموړي زیاته کړې، چې که له افغانستانه د وتلو پر مهال پر دوی برید وشي، له ځانه به دفاع وکړي او بالمثل عمل به ترسره کړي.

امریکایي چارواکی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې دمخه یې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب تېره ورځ یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال وویل، چې د بهرینو ځواکونو د کمپونو د انتقال په بهیر کې، ټول هغه پوځي تجهیزات افغان ځواکونو ته سپارل کېږي چې تردې وړاندې امریکايي ځواکونو کارول.

د یادولو ده، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان کړی چې د روان کال د سپټمبر میاشتې تر یوولسمې به له افغانستانه خپل ټول ځواکونه وباسي.