د هرات ځایي چارواکي: په موټرو کې له محرم پرته د مېرمنو لېږدولو ته اجازه نشته

د هرات ځایي چارواکي: په موټرو کې له محرم پرته د مېرمنو لېږدولو ته اجازه نشته


  • 2 کاله دمخه (01/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 620

سمسور (۱۱غبرګولی۱۴۰۱) د هرات ځایي چارواکو په دغه ولایت کې په ښاري مسافر وړونکو موټر کې له محرم پرته د ښځو لېږدول منع کړي دي.

د دغه ولایت ځایي خلک وایي، چې د ا.ا چارواکو د موټرو او رېکشاوو چلوونکو ته خبرداری ورکړی، چې له محرم پرته د ښځو د پورته کولو په صورت کې به جدي چلن ورسره وشي. 

د ا.ا چارواکو لا په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي؛ تر دې مخکې کندهار ولایت کې په ورته اقدام کې امر شوی و، چې ښاري ترانسپورټ دې له محرم پرته ښځې نه لېږدوي.