کامیلا هرس: بایډن د سرتېرو په اړه زړوره پرېکړه وکړه

کامیلا هرس: بایډن د سرتېرو په اړه زړوره پرېکړه وکړه


  • 3 کاله دمخه (26/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1219

سمسور(۶ غوایی ۱۴۰۰)  امریکا د ولسمشر مرستیالې کامیلا هریس دویلي، چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو په وتلو کې بایډن له زړورتیا کار اخیستی.

 نوموړې له سي ان ان سره په خبرو کې ویلي دا د هغو کسانو له ډلې وه چې د سرتېرو د ایستلو په تړاو یې د بایډن د پرېکړې ملاتړ وکړ او خپل دې ملاتړ ته به ادامه ورکوي.

هریس وایي، د بایډن لپاره دا پرېکړه سخته وه؛ خو نوموړی د دا ډول پرېکړو.وړتیا لري.

د بایډن مرستیاله یادې څرګندونې داسې مهال کوي، چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو په اړه د بایډن پرېکړی، ډیری نړیوال اندېښمن کړي او زیاتوي، چې ښایي افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله بدل شي.