یوناما: روانه افغان جګړه دې ودرول شي.

یوناما: روانه افغان جګړه دې ودرول شي.


  • 3 کاله دمخه (02/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1255

یوناما او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د روانې افغان جګړې د بندېدو غوښتنه کړې او پر ښکېلو خواوو یې غږ کړی، چې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره اضافي او بېړني اقدامات ترسره کړي. 

یوناما وايي، د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو په غیرمستقیمو حملو کې د تېرې اوونۍ په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۳ ملکیان وژل شوي دي. 

دغې ادارې پرون په ټویټر کې لیکلي او زیاته کړې یې ده، چې په کندهار، هلمند، ارزګان، سرپل، پروان او کاپیسا ولایتونو کې په دغې موده کې یوازې د ۷ ثبت شویو پېښو په ترڅ کې ۴۹ نور ملکیان ټپیان شوي دي. 

دغه سازمان همداشان ویلي، د دوی له لوري د ملکیانو زیاته مرګ ژوبله، د تاوتریخوالي د کمولو بېړنۍ اړتیا په ډاګه کوي.. 

بل لورته د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم پرون د ماشومانو نړیوالې ورځې په مناسبت د جګړې له ښکېل لوریو غوښتنه وکړه، چې د ماشومانو د ملاتړ او د هغوی د ژوند حق د خوندیتوب لپاره اوربند وکړي او روانه جګړه دې ودروي.  

په داسې حال کې چې همدا تېره شپه په کابل ښار کې دوو پر له‌پسې چاودنو لږ تر لږه لس تنه ملیکان وژلي او پنځلس نور یې ټپیان کړي دي. 

د دې پېښو مسؤولیت لا تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې نه دی منلی، خو افغان حوکومت بیا وخت ناوخت د دغه ډول بریدونو عاملین وسله‌وال طالبان په ګوته کوي.