په ننګرهار کې د ۱ میلونه افغانیو په ارزښت ۲۴۷ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرېږي

په ننګرهار کې د ۱ میلونه افغانیو په ارزښت ۲۴۷ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرېږي


  • 3 کاله دمخه (27/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1175

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت چارواکي وايي، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د شینوارو ولسوالۍ په مزرین کلي کي د څه باندې ۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک پاکو اوبو ته دلاسرسي زمینه برابریږي.

په دې پروژه کې د څښاک د اوبو د ۶ څاه ګانو بیارغونه شامله ده، چې د تطبیق په ترڅ کې یې تخنیکي اوناتخنیکي کاریګرو ته ۲۲۰ کاري ورځې هم رامنځته کیږي. او په بشپړیدو سره به یې ۲۴۷ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.

باید ووایو چې په شینوارو ولسوالۍ کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري داوبو لګونې، د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي، فرعي لارو، او لمریزې بریښنا په برخه کې ۱۴۲ پروژې منظورې شوي دي چې يو شمېر یې بشپړې او پاتې نورې به په نږدې راتلونکي کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.