ننګرهار کې د داعش ډلې یو مهم قوماندان ونیول شو

ننګرهار کې د داعش ډلې یو مهم قوماندان ونیول شو


  • 3 کاله دمخه (30/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1293

د ننګرهار ولایت ځایي چارواکي د داعش وسله‌والې ډلې د یو تن مهم قومندان د نیول کېدو خبر ورکړی. 

د ملي امنیت ۰۲ قطعې څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، تېره شپه ختېځ کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ اړوند "میاګانو" سیمه کې یو لړ ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د یادې ډلې یو تن مخکښ قومندان "تواب" او ورسره اووه نور شکمن کسان نیولي دي.

د خبر پاڼې په حواله، چې نوموړي قومندان په جلال اباد ښار کې داعش ډلې ته مختلف فعالیتونه ترسره کول.

سرچینه همداراز زیاته کړې، چې په بېګانیو عملیاتو کې یو شمېر وسلې هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

د ننګرهار چپارهار ولسوالۍ کې، چې په وروستیو کې د طالبانو ترڅنګ داعش ډلې هم بېلابېل فعالیتونه ترسره کول، د افغان ځواکونو له لوري سخته مرګ ژوبله ور اړول شوې ده او ګڼ شمېر سیمې یې د دوی له شتون څخه پاکې کړې دي.

بل لورته داعش وسله‌والو د بېګانیو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.