واشنګټن پوسټ: که پاکستان افغان سوله کې رښتني قدمونه اوچت نه کړي، نو روانه جګړه د پاکستان لمنې ته هم اور ورته کولای شي

واشنګټن پوسټ: که پاکستان افغان سوله کې رښتني قدمونه اوچت نه کړي، نو روانه جګړه د پاکستان لمنې ته هم اور ورته کولای شي


  • 3 کاله دمخه (30/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1631

واشنګټن پوسټ ورځ پاڼې په یوه مقاله کې لیکلي دي، چې که چېرته پاکستان د افغانستان سولې په مسئله کې کوټلي قدومونه وانخلي، نو د دې احتمال شته، چې روانه جګړه د پاکستان لمنې ته هم ورسېږي.

یادې مقالې د افغانستان او پاکستان اوسنیو اړیکو ته په کتو لیکلي، چې په پاکستان کې د ترهګرو ډلو مرکزونه، خوندي پټنځایونه او روزنځایونه هغه څه دي چې پر موجودیت یې سترګې نه شي پټېدلی، خو پاکستاني چارواکي یوازې د دروغو ژمنې کوي او نړیوالو ته ځان داسې ښيي چې ګواکي افغان سولې ته ژمن دي.

مطلب کې د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وروستۍ څرګندونې ښه ثبوت بلل شوی، چې پاکستان په افغانستان کې ستراتيژيکې او اوږدمهاله ګټې لري نو ددغه ګټو د ترلاسه کولو لپاره د وسله والو ډلو له ملاتړه لا نخ اخلي.

سرچینې همداراز پاکستان په دوه مخي چلند هم تورن کړی او ویل شوي، چې دوی باید نور دې دوه مخي چلند نه تېر شي او د افغان سولې په پروسه کې دې صادقانه رول ادا کړي، څو سیمې ته دایمي سوله او ثبات راشي.

د ویلو ده، چې په افغان سوله کې د پاکستان دوه مخي چلند نړوۍوال هم راپرولي دي او له دغه هېواده غواړي، څو د سیمې د ثبات او سولې لپاره هم په افغانستان کې خپله نیابتي جګړه پای ته ورسوي.