ارزګان کې د ۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت محافظوي دیوال جوړ شو

ارزګان کې د ۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت محافظوي دیوال جوړ شو


  • 3 کاله دمخه (30/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 991

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت چارواکي وایي، چې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د رغونې، ساتنې او مراقبت لپاره د نغدي وجهي پروګرام له لوري د روزګان ولایت د مرکز په کوکرد سفید خار کلي کې د ۱.۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۴۲۷ متره محافظوي دیوال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

سرچینه زیاتوي، چې د دې پروژې په ترڅ کې ۱۵۵۷ کاري ورځې رامنځ ته شوې دي او تر بشپړتیا وروسته یې ۳۰۰ کورنۍ له ګټو برخمنې شوې.

یاده دې وي چې دا دیوال به ۱۲۰ جریبه کرنیزه ځمکه او کورونه د سیلابونو له ګواښه خوندي کړي.