ایران ته د متقي سفر؛ احمد مسعود سره هم د مهمو مسائلو پر سر ویني

ایران ته د متقي سفر؛ احمد مسعود سره هم د مهمو مسائلو پر سر ویني


  • 3 کاله دمخه (09/01/2022)
  • سمسور نیوز
  • 1154

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي په مشرۍ یوه لوړ پوړی پلاوی تېره ورځ ایران ته رسېدلی دی.

ایران کې ځینې باخبره سرچینې وایي، چې ښایي ښاغلی متقي د ملي مقاومت جبهې مشر، احمد مسعود او د هرات پخواني والي، محمد اسماعیل خان سره هم د مهمو موضوعاتو په اړه لیده کاته وکړي. 

افغان چارواکي وایي، چې دوی به په دې سفر کې په اقتصادي، سیاسي، ترانزیټي او د دواړو هېوادونو تر منځ د کډوالو په ستونزو هم خبرې وکړي.

واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم، احمد مسعود د دویم مقاومت په نوم یوه جبهه رامنځته کړه، چې اوس هم وخت ناوخت په پنجشېر کې پر طالبانو بریدونه کوي.

باید یاده شي، چې تر دې وړاندې هم طالبانو یادې ډلې سره د خبرو له لارې تفاهم ته د رسېدو وړاندیز کړی و.

وبه لیدل شي، چې دواړه لوري په یاده لیدنه کې پر کومو موضاعتو خبرې کوي.

سمسور نیوز