د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر محمد حفیظ ویلي، چې په لاهور هوايي ډګر کې ترې ګرانبیه ډالۍ غلا شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د لاهور هوايي ډګر چارواکو ته یې شکایت هم کړی؛ خو لا یې ځواب نه دی ور کړی.
حفیظ تېره ورځ له نیویارک ښار څخه لاهور ته سفر درلود.
د هغه په خبره، کله چې لاهور ته رسېدلی؛ نو بکسه څېرې او ارزښتناک توکي او ډالۍ یې ترې غلا شوي دي.
محمد حفیظ د لاهور هوايي ډګر پر چارو هم نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې نه یې د مشتریانو لپاره ټلېفون کار کوي او نه یې خدمتونه شته.