د انګلستان ښځینه کرکټ لوبډلې د هندوستان ښځینه لوبډلې ته ماتې ورکړه

د انګلستان ښځینه کرکټ لوبډلې د هندوستان ښځینه لوبډلې ته ماتې ورکړه


  • 3 کاله دمخه (01/07/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1278

په دغې یو ورځینۍ لوبه کې پچه د انګلستان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

هندوستان کرکټ لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۲ منډې جوړې کړې او ۲۲۳ منډو هدف یې انګلستان لوبډلې ته کېښود.

د هندوستان ښځینه کرکټ لوبډلې لپاره تر ټولو زیاتې منډې میتالي راج ۵۹ جوړې کړې.

د انګلستان لپاره په توپ اچونه کې کیټ کراس د هندوستان ۵ لوبغاړې وسوځولې.

انګلینډ ټاکل شوی هدف په اته څلویښتم اور کې پوره کړ او په پنځه ویکټو او ۱۵ توپونو یې هندوستان ښځینه لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د انګلینډ لپاره سوفیا ډنکلي ښه وځلېدله او ۷۳ ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

د هندوستان لپاره فونام یادوف دوه لوبغاړې وسوځولې.

ددغې لوبې د غوره لوبغاړې جایزه کیټ کراس ته ورکول شوه، چې پنځه لوبغاړې یې سوځولې وې.

یادې لوبې د انګلستان په کوربتوب تره سره کېږي، چې له دې وړاندې په لومړۍ یو ورځینۍ لوبه کې هم انګلستان ښځینه لوبډلې د هندوستان ښځینه لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.