ولسمشر غني: له طالبانو دې وپوښتل شي، چې جګړه د چا لپاره کوي؟

ولسمشر غني: له طالبانو دې وپوښتل شي، چې جګړه د چا لپاره کوي؟


  • 3 کاله دمخه (10/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1292

ولسمشر غني نن خوست ولایت ته د جګپوړي حکومتي پلاوي په مشري د دې ولایت د امنیتي وضعیت د څېړنې ترڅنګ دغه راز د خوست نړیوال هوایي ډګر هم پرانیست.

ولسمشر غني همدارنکه د یاد هوایي ډګر د پرانیستې سربېره په دې ولایت کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې ویلي، چې که افغانستان ورانېږي او افغانان وژل کېږي؛ نو ګټه یې چا ته رسېږي او له طالبانو دې پوښتنه وشي چې جګړه د چا لپاره کوي؟

هغه همداراز دغې ولسي غونډې ته د وينا پر مهال طالبانو ته په خطاب کې ويلي، که په افغانستان باندې مئین یئ، ما سره ژمنه وکړئ، چې ډیورڼد کرښه مو نه‌ده منلې.

ماسره ژمنه وکړئ، چې افغانستان له څلور لارې بیا په یوه لاره نه بدلوئ، د افغانستان اوبه په خلکو نه خرڅوئ او د نورو نوکري نه کوئ. 

نوموړی وایي، چې په هېواد کې د جګړو د سختېدو مسؤول طالبان دي او زیاتوي، چې دې ډلې په دې وروستیو کې تاوتریخوالی زیات کړی او سولې ته هېڅ راز ژمنتیا نه‌لري.

په همدې حال کې ښاغلي ولسمشر او مل حکومتي پلاوي یې، په هوایي ډګر کې د هغو مسافرو هرکلی وکړ چې له متحده عربي اماراتو څخه په مستقیمه الوتنه کې خوست ته راغللي وو.

د چارواکو د معلوماتو له‌مخې، د خوست هوایي ډګر په نژدې پنځه زره جریبه ځمکه ودان شوی، چې ټولیز لګښت پرې یو میلیارد ۸۸۱ میلیونه افغانۍ راغلی دی.

ارګ وایي، ولسمشر چې د جګپوړي حکومتي پلاوي په مشرۍ یې د خوست هوايي ډګر پرانیستې او د دغه ولایت د عمومي وضعیت د ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر کړی وو، نن ماسپښين بېرته کابل ته راستون شوی دی.