د دغه مرغه انګریزي نوم (Common Buzzard) لاتيني نوم يې(Buteo buteo) ، پښتو کې ورته سرخیل او په دري کې ورته لاشخور معمولي وایي.
یاد مرغه په ۱۳۸۹ کال کې د طبيعت د ساتنې ټولنې د معيارونو پر بنسټ ارزول شوی او د ساتنې وړ ډولونو په نوملړ کې شامل شوی دی.
د چاپیریال ساتنې ملي اداره وایي، چې سرخیل یو ښکاري الوتونکی دی چې د سالم ايکوسيستم يا چاپېريال په ساتنه کې مهمه او کليدي ونډه لري، د دي الوتونکي جوجوره يا معده داسې اسيد لري چې د ورستو شویو ژوو هډونه په ډیره اسانۍ سره هضموي او د مړو ژوو د جسدونو په خوړلو سره نه يوازې دا چې چاپېريال له ککړتيا څخه پاک ساتي، بلکې د ساري ناروغيو په مخنيوي کې هم يوه مهمه ايکولوژيکي دنده ترسره کوي.
سرچینه زیاتوي چې یاد مرغه په ټول افغانستان کې پیدا کیږي او په دښتو کې ژوند کوي، خلک یې د دې لپاره نیسي چې قیمتي بازان پرې ښکار کړي.