د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو ویلي، هېواد یې تر دې دمه طالبانو ته د یوې ترهګرې ډلې په سترګه ګوري او دغهراز نیت هم نهلري، چې حکومت یې په رسمیت وپېژني.
ښاغلي ټروډو پرون په یوه خبري کنفرانس کې دا خبرې کړې او ویلي یې دي، چې طالبانو د زور له لارې د افغانستان د ډموکراټیک حکومت ځای نیولی او په خبره یې، چې د کاناډا د قوانینو لهمخې هغه اوس هم یوه ترهګره ډله بللی شي.
بللورته بیا امریکایي حکومت تر دې وړاندې همدې مسئلې ته په اشارې ویلي، چې دوی به هغه وخت د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني، چې د بشري حقونو درناوی وکړي او له ټولو تروریستي ډلو سره خپلې اړيکې پرېکړي.
په ورته وخت کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ویلي، چې لویدیځ به د طالبانو د اقداماتو پر اساس قضاوت وکړي.
جرمني همداراز ویلي، چې که چېرته افغانان د طالبانو له کړنو او حکومت رضایت ولري؛ نو دوی به هم دغه هېواد سره خپلې هر اړخیزې اړیکې او همکارس وغځوي.
طالبانو بیا تر دې مهاله د یادو هېوادونو څرګندونو په هکله څه نهدي ویلي؛ خو تېره د دغې ډلې ویاند ذبیحالله مجاهد د یو خبري کنفرانس پر مهال خبریالانو ته وویل، چې دوی له نړۍوالو سره د اړیکو پرختیا او دوام ته لېواله دي.