فرانسه: طالبان باید د نړیوالو شرایط ومني؛ ګنې څوک یې په رسمیت نه‌پېژني

فرانسه: طالبان باید د نړیوالو شرایط ومني؛ ګنې څوک یې په رسمیت نه‌پېژني


  • 3 کاله دمخه (05/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1124

فرانسه وایي، طالبان باید په دې پوه شي تر هغه، چې د نړیوالو شرایطو ته غاړه کېنږدي؛ نو د هېڅ هېواد له لوري به په رسمیت ونه پېژندل شي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وایي، طالبان باید دا درک کړي، چې د نړیوالو له خوا یې د حکومت په رسمیت پېژندل شرطونه لري، چې دوی یې باید پوره کړي.

نوموړي دغه‌راز ویلي، په هغو شرطونو کې، چې طالبان یې باید ومني، د ښځو لپاره انډول حقونه یا مساوات، د بهرنیانو له خوا د بشري فعالیتونو ته اجازه ورکول او له اسلامپاله ترهګرو ډلو سره نه همکاري شامل دي.

د فرانسې ولسمشر همداراز زیاته کړې، چې د روانې میاشتې په پای کې به د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د نړۍ جي شل هېوادونه سرمشریزه جوړه کړي، چې په‌ دې سرمشریزه کې به د افغانستان په اړه هم خبرې اترې وشي. 

طالبانو د تېرې اګسټ میاشتې په نیمایي کې پر ټول افغانستان ولکه ټینګه کړه، چې لا هم هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي.