پر ولسمشر غني د قریشي تور؛ اشرف غني د هند خبره منله، چې دا یې انجام شو

پر ولسمشر غني د قریشي تور؛ اشرف غني د هند خبره منله، چې دا یې انجام شو


  • 3 کاله دمخه (16/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1102

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، چې اشرف غني د هند په اشارو روان و او د سولې پر وړاندې یې خنډونه جوړول.

نوموړي ویلي، چې اشرف غني باید په هند باور نه وای کړی او دغه راز یې نورو ګاونډو ته هم غوږ کېښودای.

هغه زیاته کړې، چې نړیوالې ټولنې ته مو قناعت ورکړی چې افغانستان کې پخوانۍ تېروتنې تکرار نه کړي او په وینا یې، د افغانستان یواځې پرېښودل د امریکا او نړیوالې ټولنې په زیان دي.

قریشي دغه راز د افغانستان په اړه د هندي چارواکو څرګندونو ته په اشارې ویلي، چې دا هېواد د افغانستان په اړه ناسم تبلیغات کوي او د خلکو په سترګو کې خاورې ور شیندي.

تر دې وړاندې د هند لومړي وزیر نریندار مودي ویلي و، چې پاکستان یې له افغانستان سره مرسته شوي غنم نه پریږدي.